Summary: د سرپل ولایت د کوهستاناتو او بلخاب ولسوالیو په دوو کلیو کې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د سرپل د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس ملا محمد جمعه حقیار باختر اژانس ته وویل، چې دغه پروژې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ او د یاد ریاست تر څارنې لاندې د ۷ میلیونه ۷۰۳ زره ۸۸۳ افغانیو په لګښت د کوهستاناتو ولسوالۍ د ده سرخ او د بلخاب ولسوالۍ د دهنه الکه په کلیو کې پلې شوې دي.ویل شوي چې په یادو شبکو کې د ۳۰ او ۴۰ متره مکعبه په وړتیا د پاکو اوبو دوو ذخیرو جوړول، د څاه کیندل، د ۲۶ سولر تختو نښلول او د ۱۲.۹ کیلو متره په اوږدوالي د نل لیکو غځول شامل دي. د مسوولینو په وینا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره ۳۱۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی برابر شوی دی.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
سرپل کې څه باندې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
Sources
Afghan sources
سرپل کې څه باندې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې