Summary: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د ۳ زره ۲۲۹ پراختیايي او پرمختیايي پروژو د پیل لړۍ له پنجشېر ولایت څخه پیل کړه. دغه زرګونه پروژې چې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې پلې کیږي ټولیز لګښت پرې ۸۷ میلیونه ډالره راځي.د پنجشېر والي ویاند سیفالدین لټون باختر اژانس ته ویلي، چې له دغو پروژو څخه ۱۲۷ یې د ۵.۷ میلیونه ډالرو په لګښت په پنجشېر کې پلي کېږي.لټون زیاته کړې، چې په دغو پروژو کې د پلونو او پلچکونو جوړول، د کلیوالي سړکونو جوړول، استنادي دېوالونه، د کانالونو جوړول شامل دي.د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د دغو پروژو پیل د هېواد د ابادۍ او پراختیا په برخه کې مهم ګام بللی او زیاته کړې یې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ سره د خلکو لپاره د خوندي او ارام ژوند زمینه برابره شوې او د هېواد د ابادۍ او پراختیا په برخه کې چټک پرمختګ شوی دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د زرګونو پراختیايي پروژو د پلي کېدو لړۍ له پنجشېر څخه پیل شوه
منابع
Afghan sources
د زرګونو پراختیايي پروژو د پلي کېدو لړۍ له پنجشېر څخه پیل شوه