AfghanistanKabulSecurity

امریکا او ایران پر یو بل د تازه بریدونو خبر ورکړی — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 sourcesUpdated 2026-06-27 13:14:54

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو په ایران کې ځینې موخې بمبار کړې او ایران هم په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو د په نښه کولو خبر ورکړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (جمعه) پر خپله تروت سوشل پاڼه لیکلي وو چې ایران لږ تر لږه څلور بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې د هغو بېړیو پر لور توغولې چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو په حال کې وې. له هغه وروسته، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) نن (شنبه) سهار وخته یوه بجه او شپږ دقیقې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو په ایران کې ځیني هدفونه بمبار کړي دي. سینټکام ویلي چې د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د ساتنې ځایونه او همدارنګه د دغه هېواد ساحلي راداري مرکزونه یې په نښه کړي دي. یادې قوماندانۍ ویلي، دغه بریدونه یې د هرمز تنګي له لارې پر یوه سوداګریزه بېړۍ د ایران د پوځي اقدام په ځواب کې کړي دي. بلخوا، ایرنا خبري اژانس د سپاه نیوز په حواله راپور ورکړی چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو سمندري ځواک د امریکا له هوايي برید وروسته په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي. د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو خبرپاڼه کې راغلي چې امریکا د…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Last update2026-06-27 13:14:54

Timeline

  1. Pajhwok

    امریکا او ایران پر یو بل د تازه بریدونو خبر ورکړی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-06-27 06:11:08

امریکا او ایران پر یو بل د تازه بریدونو خبر ورکړی

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button