په دې ښوونځیو کې اوس مهال څه باندې پنځه سوه زره هلکان تر دولسم او نږدې درې سوه زره نجونې تر شپږم ټولګي پورې پر زدهکړو بوخت دي، چې د څه باندې لسو زرو نارینه او نږدې یو زر او اته سوه ښځینه ښوونکو له لوري یې درسي بهیر پر مخ بېول کېږي زمونږ خبریال رآپور راکوي،دافغانستان د ننګرهار د پوهنې د ریاست ویاند محمد اسحق وایي، د یوولسو بشپړو تودو او اتو نیمه تودو ولسوالیو په ښوونځیو کې به د زنګ په وهلو نوی ښوونیز کال پیل شي. هغه وایي، په دې ښوونځیو کې اوس مهال څه باندې پنځه سوه زره هلکان تر دولسم او نږدې درې سوه زره نجونې تر شپږم ټولګي پورې پر زدهکړو بوخت دي، چې د څه باندې لسو زرو نارینه او نږدې یو زر او اته سوه ښځینه ښوونکو له لوري یې درسي بهیر پر مخ بېول کېږي. محمد اسحق وایي، د درسي بهیر د پرمخ بېولو ترڅنګ ښوونځیو ته د نویو زدهکوونکو د جذب لړۍ به هم د میزان میاشتې تر پایه روانه وي.هغه وایي، په ننګرهارکې دوه سلمه کوچنیان لاهم دبېلابېلو لاملونو له امله ښوونځیو ته له تللو بې برخې دي په ننګرهار کې د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره هممهاله، په ټول هېواد کې د زدهکړو وضعیت بیا د بحث وړ ګرځېدلی دی. یونیسف وایي، په افغانستان کې میلیونونه ماشومان…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د افغانستان د ننګرهار ولایت د زده کړې د کلاسونو ټلۍ کړنګول کیږي
منابع
External sources
د افغانستان د ننګرهار ولایت د زده کړې د کلاسونو ټلۍ کړنګول کیږي