EnglishHealthافغانستانکندهار

ملګري ملتونه: په افغانستان کې نږدې ۳۰۰زره کسانو ته د ملاریا روغتیايي خدمتونه… — AF International

DevelopingHealthکندهار1 SourcesUpdated: 2026-09-08 06:46:31🎙 Listen to radio

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، چې د ۲۰۲۶کال له اپرېل څخه تر جون میاشتې پورې په افغانستان کې ۲۹۵زره او ۵۱۲ کسانو ته د ملاریا د مخنیوي او درملنې روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي. د یادې ورځې موخه داده، چې د سواد د ارزښت په اړه د خلکو، حکومتونو او نړۍوالو ادارو پام راواړول شي او د بې‌سوادۍ د کمولو لپاره هڅې پیاوړې شي. خو په کندهار کې د سواد زده‌کړې وضعیت د دغه نړۍوالې ورځې له پیغام سره په ټکر کې دی. سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د لویانو لپاره د سواد زده‌کړې تر ۱۵۰ ډېر ټولګي تړل شوي او شاوخوا ۲زره لویان چې په دغه ټولګیو کې یې د لیک، لوست او حساب زده‌کړه کوله له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي. د معلوماتو له مخې، دغه ټولګي د پوهنې ریاست اړوند وو او د یوشمېر موسسو په همکارۍ او مالي ملاتړ یې په ښار او ولسوالیو کې فعالیت کاوه. سرچینې وایي، د دغه مرکزونو د تړل کېدو له مهمو لاملونو څخه د ښوونکو نشتوالی او د هغه موسسو له لوري د مالي ملاتړ بندېدل دي چې پخوا یې د دغه پروګرامونو لګښتونه ورکول. د سرچینو په وینا، په دغه مرکزونو کې داسې ټولګي هم وو چې ښځو په‌کې د سواد زده‌کړې کولې؛ خو دغه ټولګي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تړل شوي او ښځې هم ترې…

Quick facts

Locationکندهار
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-08 06:46:31

Timeline

  1. AF International

    ملګري ملتونه: په افغانستان کې نږدې ۳۰۰زره کسانو ته د ملاریا روغتیايي خدمتونه رسېدلي دي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-08 05:26:17

ملګري ملتونه: په افغانستان کې نږدې ۳۰۰زره کسانو ته د ملاریا روغتیايي خدمتونه رسېدلي دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button