د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميسار فولکر ترک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۶۳مه غونډه کې يو ځل بيا په افغانستان کې د بشري حقونو مخ پر خرابيدونکي وضعيت ته اشاره وکړه او د ښځو پر وړاندې لګيدلو محدوديتونو د له منځه وړولو غوښتنه یې وکړه. ترک پخپله وینا کې چې په نړۍ کې یې د بشري حقونو وضعيت بيان کړ، وویل: «زه يو ځل بيا د افغانستان له دي فاکتو چارواکي غواړم چې خپل ټکان ورکوونکي فرمانونه او سياستونه چې عملاً یې په عمومي ژوند کې د ښځو او نجونو حضور جرم ګرځولی دی، لغوه کړي.» د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميسار زياته کړه: «د هغوی د تبعيض نظام او په شدیده توګه ځپل او چې اوس یې شپږم کال پیل شوی، له جنسيتي آپارتايد څخه کم څه نه دي.» د طالبانو ادارې د خپلو کلکو سیاستونو پر دوام په دې وروستيو کې د پوليسو يا شرطه قانون معرفي کړی چې د اعتراضاتو ترسره کول منع کوي. فولکر ترک د طالبانو د دې ګام په اړه وويل: «زه د طالبانو د دي فاکتو چارواکو له خوا په ټول افغانستان کې پر مظاهرو بندیز غندم.» په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ريجارد بنت هم په دې غونډه کې خپل رپوټ وړاندې کړ او په افغانستان…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Dw
د ملګرو ملتونو کميسار د طالبانو له خوا پر مظاهرو بندیز غندلی