Politicsافغانستانپښتوپکتیکا

پکتیکا کې ۲۷ نوي مخابراتي سایټونه فعاله شوي — Bakhtar

روان خبرPoliticsپکتیکا1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-08 14:12:05🎙 راډیو واورئ

Summary: د مخابراتو وزارت په مالي لګښت په پکتیکا ولایت کې د سلام مخابراتي شرکت ۲۷ مخابراتي سایټونه منظور شوي و، چې اوس ټول نصب شوي او فعال انټرنیټي او غږیز خدمات لري. د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي محمد انور قیام باختر اژانس ته ویلي، چې د یادو سایټونو له جملې څخه وروستی یو د تروې په ولسوالۍ کې فعاله شوی دی.د نوموړي د مالوماتو پر بنسټ، اوسمهال د پکتیکا ټولو ولسوالیو کې مخابراتي اسانتیاوې برابرې او ولسونه فعالو انټرنیټي او غږیزو اسانتیاوو ته لاسرسی لري.سرچینې زیاته کړې، چې د یاد ولایت لرې پرتو ولسوالیو ته د (ټي ډي اف) یوولسمې پروژې اړوند ۱۲ نور نوي سايټونه هم منظور شوي، چې نږدې راتلونکي کې به یې چارې پیل شي.

لنډ معلومات

ځایپکتیکا
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-08 14:12:05

مهالوېش

  1. Bakhtar

    پکتیکا کې ۲۷ نوي مخابراتي سایټونه فعاله شوي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-08 10:38:36

پکتیکا کې ۲۷ نوي مخابراتي سایټونه فعاله شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button