AfghanistanDiplomacyبدخشان

سختې زلزلې افغانستان ولړزوه

DevelopingDiplomacyبدخشان1 sourcesUpdated 2026-06-28 00:36:14

د افغانستان خبري سرچینو ویلی چې د ۶.۲ ریکټرو په شدت زلزلې د دغه هیواد ګڼ ولایتونه لړزولي دي. د تاند خبري سیاسټ په لیکنه، یوې نسبتاً شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ریکټر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې. د دې زلزلې مرکز د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و. د دې زلزلې ټکانونه په چین، تاجکستان، ازبکستان قرغیزستان او ترکمنستان کې هم احساس شوي دي. امریکې د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) د معلوماتو له مخې، زلزله د افغانستان په شمال‌ختیځ کې د جرم ولسوالۍ جنوب ته په ۴۳ کیلومترۍ کې شوې ده. په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د زلزلې ټکانونه ډیلي او سرینګر په ګډون د هند په بېلابېلو ښارونو کې د احساس شوي دي. ځینو راپورونو دا هم ویلي چې د ګاونډي هیواد پاکستان په لاهور، فیصل‌اباد او اسلام‌اباد کې هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا صوبې د سوات ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي چې خلک د زلزلې له وېرې له خپلو کورونو بهر وتلي دي. تراوسه د دې زلزلې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه له هیڅ ځایه کوم راپور نه دی رارسیدلی.

Quick facts

Locationبدخشان
TopicDiplomacy
Sources1
Last update2026-06-28 00:36:14

Timeline

  1. Parstoday

    سختې زلزلې افغانستان ولړزوه

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-06-28 00:21:51

سختې زلزلې افغانستان ولړزوه

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button