EnglishKabulافغانستانامنیت

د سوریې په ادلب کې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-10 05:12:08🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۵): د سوریې دفاع وزارت وایي، د دغه هېواد د ادلب په شمال کې د وسلو او له جګړې د پاتې شونو د موقتي ساتنې په یوه ځای کې د چاودنې له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د سوریې رسمي خبري اژانس «سانا» تېره شپه د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی چې دغه چاودنه د ادلب په شمال کې د سرمدا ښار ته نږدې شوې ده. د راپور له مخې، په دې چاودنه کې د سوریې د دفاع وزارت ۱۴ کارکوونکي مړه شوي او له لسو ډېر نور کسان، چې ملکي وګړي هم په کې شامل دي، ټپیان شوي دي. د سوریې دفاع وزارت ویلي چې د چاودنې د لامل او څرنګوالي د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوې دي. دغه وزارت په خپله خبرپاڼه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-10 05:12:08

Timeline

  1. Pajhwok

    د سوریې په ادلب کې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-10 09:38:59

د سوریې په ادلب کې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button