DiplomacyKabulافغانستانپښتو

مسلمانان یو له بل سره وروڼه دي او باید د یو بل مقدساتو ته درناوی وکړي

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-10 06:27:26🎙 راډیو واورئ

زمونږ خبریال راپور راکړی د مسلمانانو له اختلاف څخه د هغوی دښمنانو ته ګټه رسېږي. په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د فرهنګي چارو مسؤول، ډاکتر سید روح‌الله حسيني، په جلال‌اباد کې د ایران د سرکنسولګرۍ له لوري د حضرت محمد مصطفی ﷺ د مبارکې زوکړې او د یووالي اونۍ د نمانځنې په مراسمو کې وویل، د قرآن څرګند حکم دی چې مسلمانان یو له بل سره وروڼه دي. هغه وویل، سره له دې چې د مسلمانانو ترمنځ به د فکر، نظر او علمي اختلاف موجود وي، خو هېڅکله هم شیعه د سني د مقدساتو د سپکاوي حق نه لري او سنیانو ته هم دا حق حاصل نه دی چې د شیعه‌یانو مذهبي مقدساتو ته په سپکه وګوري. د ډاکتر حسيني پر وینا، د مذهبونو ترمنځ تاوتریخوالی د اسلام د پیغمبر له اخلاقو سره سمون نه لري. ډاکتر حسيني وویل، افغانستان هم د ایران په څېر د اسلامي نړۍ یوه برخه ده او له سترې بشري، کلتوري او تاریخي پانګې څخه برخمن دی. هغه وویل، افغانستان هغه مهال کولای شي خپل روښانه راتلونکی جوړ کړي چې قومي، مذهبي او سیاسي اختلافات د همکارۍ او ورورولۍ ځای ونیسي. پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او د دې هېواد ټول قومونه باید افغانستان خپل ګډ کور وبولي شیعه او سني باید یو بل خپل مسلمان ورور وبولي له تفرقې کمزوری…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-10 06:27:26

مهالوېش

  1. Parstoday

    مسلمانان یو له بل سره وروڼه دي او باید د یو بل مقدساتو ته درناوی وکړي

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-10 06:17:50

مسلمانان یو له بل سره وروڼه دي او باید د یو بل مقدساتو ته درناوی وکړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button