Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana… — Ariananews
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري د سرپل ولایت په کوهستاناتو سیمه کې د «وحدت او همغږۍ له خلکو سره» ترسرلیک لاندې یوې ولسي غونډې ته ویلي؛ پخواني مداخلهګر دې نن د افغانستان د آزادۍ شعار نهورکوي. په دې غونډه کې د سرپل او سمنګان ولایتونو والیانو، سیمهییز مسوولانو، دیني عالمانو او یو شمېر ځایي اوسېدونکو ګډون کړي و. نوري د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي، چې په اسلامي نظام کې د افغانانو عقیده، تاریخ، خپلواکي او ارزښتونه خوندي دي. هغه زیاته کړې: «هغه کسان، چې د تېر شل کلن بهیر پر مهال یې د خپلو ناسمو موخو لپاره افغانان آزمایلي؛ نور دې د خپلواک افغانستان شعار نهورکوي.» نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان خلک پر زور له اسلامي امارت سره ولاړ نهدي، بلکې د عقیدې، فکر، کلتور او سیاست له مخې له اسلامي نظام څخه ملاتړ کوي. په دې غونډه کې ګډونوالو هم د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د ملي یووالي د ټینګښت غوښتنه کړې او څرګندوي، چې اوسنی نظام په خلکو کې داخلي مشروعیت لري. هغه زیاته کړې، د اسلامي نظام پر وړاندې دسیسې د خلکو له لوري نهمنل کېږي. ګډونوالو همداراز ټینګار کړی، چې د یووالي او همغږۍ پر بنسټ به د شته نظام ساتنه کوي او اجازه به ورنهکړي، چې د هېواد امنیت ګډوډ شي یا د افغانستان په…
Quick facts
Timeline
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
Sources
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News