DevelopmentKabulافغانستاندری
هېواد ته د ۳۴ ټنه غیرمعیاري نبشي اوسپنې واردېدو مخنيوی شوی — Pajhwok
کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د معیار او کیفیت ملي اداره وايي، ۳۴ زره او ۳۱۰ کیلوګرامه غیرمعیاري نبشي اوسپنه د اسلامکلا بندر له لارې بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځول شوې ده. د دې ادارې پر اېکسپاڼه کې راغلي چې د اسلامکلا بندر د معیار او کیفیت امریت تخنیکي کارکوونکو دغه اوسپنه له ارزونې وروسته بېکيفیته وبلله. سرچینه زیاتوي چې له ټاکلو معیارونو سره د دې اوسپنې نه مطابقت له تثبیت وروسته، بېرته صادروونکي هېواد ته وګرځول شوه. مسؤولان وايي، د هېواد په بندرونو کې د توکو د کیفیت د ارزونې او کنټرول بهیر د مصرفوونکو د حقونو خوندیتوب، په بازار کې د معیاري توکو د ملاتړ او د غیرمعیاري محصولاتو د واردېدو د مخنیوي په موخه په منظم او روڼ ډول دوام لري.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
بهروزرسانی2026-09-10 08:58:44
خط زمانی
-
Pajhwok
هېواد ته د ۳۴ ټنه غیرمعیاري نبشي اوسپنې واردېدو مخنيوی شوی