Summary: د اداري کمېسيون غونډه نن د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. ارګ په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل. وروسته د کورنيو چارو وزارت اړوند موضوع په هر اړخيز ډول وارزول شوه او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول. په پای کې، د پوهنې او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو اړوندو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شي
لنډ معلومات
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-11 02:23:50
مهالوېش
-
Bakhtar
د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه