افغانستانامنیتپښتو

ملګري ملتونه په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-11 06:57:44🎙 راډیو واورئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال ویلي، چې راتلونکې میاشت د ایران، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او طالب استازو ترمنځ د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه درې اړخیزه ناسته جوړېږي. په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د بي بي ګل په نوم د پاخه عمر يوه مېرمن هم نیول شوې او دا مهال د نیول شویو کډوالو لپاره په جوړ شوي هغه کمپ کې ده چې له دغه ځایه بیا کډوال افغانستان ته لېږدول کېږي. د نیول شوې مېرمنې زوی عبدالغفور افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د کوېټې د ګوالمنډۍ اوسېدونکي دي او له ډېرې مودې راهیسې په کراچۍ کې مېشت دي. د خپلې مور د نیولو په اړه یې وویل: «مور مې فقیر کالونۍ ته یوې کوژدې ته ورغلې وه، هلته د شپې رېنجرو (نیمه‌پوځي ځواک) چاپه وهلې وه، زما مور یې هم له نورو خلکو سره نیولې ده». هغه زیاته کړه، چې مور یې د سپټمبر په لومړۍ نېټه نیول شوې، لومړی د پولیسو حوزې او بیا د کډوالو لپاره جوړ شوي کمپ ته لېږدول شوې او اوس هم هلته ده. هغه وویل، چې دوی ټول د پاکستان پېژندپاڼې لري، خو بیا هم نیول کېږي. هغه زیاته کړه، «زه زارۍ ورته کوم چې مور مې پرېږدي، خو ځکه مې نه مني چې زه پښتون…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-11 06:57:44

مهالوېش

  1. AF International

    ملګري ملتونه په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه درې اړخیزه ناسته جوړوي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-11 04:20:23

ملګري ملتونه په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه درې اړخیزه ناسته جوړوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button