KabulPoliticsافغانستانپښتو

د افغان کډوالو ستونزو ته پر رسېدنې خبرې وشوې — Bakhtar

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-11 14:27:43🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د عالي کمېشنرۍ له رئیس عرفات جمال سره کتلي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او د کډوالو له کوربه هېوادونو سره د څو اړخيزو ناستو په اړه خبرې وشوې. عرفات جمال ویلي چې په پام کې ده په راتلونکې اکټوبر میاشت کې په سویس کې د یوې نړیوالۍ غونډې په څنډه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او جبرې ایستلو په اړه خبرې وشي. هغه زیاته کړې چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان عالي کمېشنري له ایران سره د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدنې په موخه؛ د درې اړخېزې ناستې پر سر سلا شوې او په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې د ایران، ملګرو ملتو سازمان او اسلامي امارت د استازو په ګډون ناسته وشي. عرفات ډاډ ورکړی چې د ملګرو ملتو سازمان د افغان کډوالو د ستونزو حل او لاسنیوي په موخه هڅې پیل کړې او د اړتیا وړ مالي امکاناتو د راجلب لپاره هم پلان چمتو شوی دی. دغه راز مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې له کډوالو سره د ملګرو ملتو سازمان له مرستو مننه کړې او ويلي يې دي چې په سختو شرایطو کې له راستنو شویو مهاجرینو سره اړینې مرستې او همکارۍ شوې دي. هغه د افغان کډوالو په اړه څلور اړخیزه او درې اړخیزه ناستې اغېزمنې او مهمې بللې او زیاته کړې ده چې اسلامي امارت د کډوالو د ستونزو د حل په موخه له ټولو هڅو ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري؛ د کډوالو او راستانه شویو هېوادوالو لپاره ګڼ پلانونه عملي شوي او د هر راز همکارۍ د راجلبولو لپاره ظرفیتونه رامنځته شوي دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-11 14:27:43

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د افغان کډوالو ستونزو ته پر رسېدنې خبرې وشوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-11 11:26:07

د افغان کډوالو ستونزو ته پر رسېدنې خبرې وشوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button