Healthافغانستانپښتو

کندوز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي — Pajhwok

روان خبرHealth1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-13 05:22:14🎙 راډیو واورئ

کندوز (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): د کندوز امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په علي‌اباد ولسوالۍ کې د یوه ۵۸۰ بس موټر چپه کېدو له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي دي. د کندوز د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن د علي‌اباد ولسوالۍ په جلوګیر سیمه کې شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶ کسان ټپیان شوي او د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي. سرچینې لیکلي، د پېښې لامل د چلوونکي بې‌احتیاطي ښودل شوې ده.

لنډ معلومات

موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-13 05:22:14

مهالوېش

  1. Pajhwok

    کندوز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-13 09:50:50

کندوز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button