د «افټربرنر مېګفلګ» مجلې په یوه راپور کې راغلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان د هغه هوايي ځواک ډېره برخه له منځه تللې چې امریکا د دوو لسیزو په اوږدو کې د میلیاردونو ډالرو په لګښت جوړ کړی و. محیيالدین مهدي په دې مرکه کې وویل: «په افغانستان کې به هغه مهال ملي باور رامنځته شي چې د پښتنې ټولنې مخور نه یوازې له هزارهګانو، بلکې له نورو قومونو څخه هم بښنه وغواړي». له مسعود او مزاري څخه د تېرېدو غوښتنه محیيالدین مهدي همدا راز له تاجکانو او هزارهګانو غوښتي چې له دوو جهادي مشرانو عبدالعلي مزاري او احمدشاه مسعود پر سر له جنجالي بحثونو څخه تېر شي. هغه ویلي، چې د ۱۳۷۰مې لمریزې لسیزې په شخړو کې پاتې کېدل د دواړو قومونو ترمنځ د اختلافونو د لا ژورېدو لامل کېږي. مهدی په دې مرکه کې ویلي، چې له دغو دوو تاریخي څېرو څخه تېرېدل د هغوی سپکاوی یا بېاحترامي نهده. هغه په ورته وخت کې د مسعود او مزاري ترمنځ د هغو مسایلو پر نه بحث کولو ټینګار کړی، چې ده ورته «ذاتالبیني اختلاف» ویلی دی. دغه څېړونکي ویلي، چې د مسعود او مزاري ترمنځ اختلاف ایدیولوژیک وو. د نوموړي په خبره: «د دغو دوو څېرو اختلاف ایډیالوژیک وو. هم مسعود پر سیاسي اسلام سمبال وو او هم ښاغلی مزاري». مهدي زیاته کړې:…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
راپور: پنځه کاله وروسته د افغانستان د هوايي ځواک یوازې یوه برخه پاتې ده
منابع
Afghan sources
راپور: پنځه کاله وروسته د افغانستان د هوايي ځواک یوازې یوه برخه پاتې ده