EconomyKabulافغانستانپښتو

اروپايي ټولنې او د خوړ او کرنې سازمان د افغانستان د کرنې برخې… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-13 10:12:03🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د افغانستان د کرنې او کرنیزو کاروبارونو برخه کې د مرستې لپاره د پنځه میلیونه یورو په ارزښت یو پروګرام پیل کړی دی. اروپايي ټولنې نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پروګرام له کروندګرو او کرنیزو کاروبارونو سره مرسته کوي چې بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي، باثباته عواید ترلاسه کړي او د اقلیمي او اقتصادي زیانونو پر وړاندې لا ډېر مقاومت ولري. په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروګرام له زیان‌منو کورنیو، په ځانګړي ډول راستنېدونکو، بېځایه شوو او هغو مېشتو ټولنو سره مرسته کوي چې د خوړو او تغذیې له نه خوندیتوب، اقلیمي ګواښونو او محدودو اقتصادي فرصتونو سره مخ دي. ښځو او ځوانانو ته به په دغه پروګرام کې لومړیتوب ورکړل شي. د خبرپاڼې له مخې، د دغه پروګرام په چوکاټ کې به څلور یو پړاویز خدماتي مرکزونه جوړ شي چې کروندګر او کلیوالي متشبثین به له کرنیزو مشورو، تخصصي خدمتونو، کرنیزو کاروبارونو او بازارونو سره ونښلوي. همدارنګه، په دغو مرکزونو کې به د کرنې د ښه‌والي لارې چارې او ټکنالوجۍ ترویج شي او کروندګرو ته به د خوړو او کرنې سازمان له لوري د اقلیمي تحلیل او لومړنیو خبرداریو اړوند معلومات وړاندې کېږي، څو هغوی وکولای شي د شرایطو له بدلون سره سم د تولید او بازارموندنې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-13 10:12:03

مهالوېش

  1. Pajhwok

    اروپايي ټولنې او د خوړ او کرنې سازمان د افغانستان د کرنې برخې ته پنځه میلیونه یورو ځانګړي کړي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-13 14:40:00

اروپايي ټولنې او د خوړ او کرنې سازمان د افغانستان د کرنې برخې ته پنځه میلیونه یورو ځانګړي کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button