DevelopmentEnglishKabulافغانستان

د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې پیل شوې

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-14 03:12:45🎙 Listen to radio

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژو عملي چارې یې د غزني ولایت او د کابل ولایت د سروبي له سیمو څخه پیل کړې دي. د دې شرکت په وینا، یوه میاشت وړاندې یې په غزني ولایت کې د ۲ زره مېګاواټه او د کابل ولایت په سروبي کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې هم په عملي توګه پیل کړي دي. د دغو پروژو په لومړي پړاو کې د لمریزو تختو د نصب لپاره د ځمکې د هوارولو چارې د پای ته رسېدو په حال کې دي او تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې بشپړې شي. له هغې وروسته به د پروژو دوهم پړاو په چټکۍ سره پیل شي چې د لمریزو تختو نصب او فعالول به پکې شامل وي. د پاتې ۷۹۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې به هم ډېر ژر په ټاکل شویو ولایتونو کې پیل شي.

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-09-14 03:12:45

Timeline

  1. Parstoday

    د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې پیل شوې

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-14 03:02:03

د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button