په اسټرالیا کې یو ۳۰ کلن افغان د «افراطي او تاوتریخوالو ډکو» ویډیوګانو د ساتلو په تور نیول شوی دی. اسټرالیایي چارواکي وايي، د هغه په ګرځنده ټېلیفون کې د ډزو او د یرغمل شویو کسانو د سر پرې کولو ویډیوګانې موندل شوې دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) په یوه راپور کې ویلي، شاوخوا زر افغان محصلان چې نږدې ۳۵۰ یې نجونې دي؛ دامهال په پاکستان کې د طب او غاښونو په برخو کې پر زدهکړو بوخت دي. د خیبر میډیکل کالج د وروستي کال محصل او د افغان طبي محصلانو د ټولنې ویاند عنایتالله مومند ویلي، افغانستان ته د افغان محصلانو د ستنېدو په اړه د پاکستان د طبي شورا پرېکړې د محصلانو اندېښنې زیاتې کړې دي. نوموړي ویلي، شاوخوا ۲۰۰ نور افغان محصلان چې د تخصصي پروګرامونو د پیل په تمه دي له یادې پرېکړې اغېزمن شوي دي. مومند ټینګار کړی، چې پاکستان دې د تازه شاملېدو مخه ونیسي؛ خو هغه محصلان چې لا دمخه په طبي پوهنتونونو کې شامل شوي، د زدهکړو بشپړولو اجازه ورکړل شي. د نوموړي په وینا، د ښځینه محصلانو وضعیت تر ټولو ډېر د اندېښنې وړ دی. هغه وايي، ښځینه محصلانې به د بېرته ستنېدو په صورت کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو د لګېدلو بندیزونو له امله له زدهکړو بېبرخې شي….
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
په اسټرالیا کې یو افغان د «افراطي فلمونو» د ساتلو په تور نیول شوی
سرچینې
Afghan sources
په اسټرالیا کې یو افغان د «افراطي فلمونو» د ساتلو په تور نیول شوی