EnglishKabulافغانستانامنیت

نږدې ۳۵ ټنه غیرمعیاري کاشي د شیخ ابونصر فراهي له بندره بېرته وګرځول… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-14 09:03:25🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د معیار او کیفیت اداره وایي، د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هېواد ته د نږدې ۳۵ ټنه غیرمعیاري کاشیو د راوړلو مخه نیول شوې او دغه محموله بېرته مبدأ هېواد ته ګرځول شوې ده. یادې ادارې نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کاشیو دغه محموله چې ۳۴ زره او ۹۴۴ کیلوګرامه وزن یې درلود، له تخنیکي ارزونې او کتنې وروسته غیرمعیاري او بې‌کیفیته بلل شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي، دغه محموله د هېواد له داخلي معیارونو سره د نه سمون له امله بازار ته د ننوتلو اجازه نه ده ترلاسه کړې او بېرته مبدأ هېواد ته استول شوې ده. د شیخ ابونصر فراهي بندر د افغانستان او ایران پر پوله موقعیت لري. د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د هېواد په بندرونو کې د وارداتي ساختماني توکو د کیفیت د کنټرول او ارزونې بهیر په جدي ډول دوام لري او بازار ته به د غیرمعیاري محصولاتو د ننوتلو مخه نیول کیږي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-14 09:03:25

Timeline

  1. Pajhwok

    نږدې ۳۵ ټنه غیرمعیاري کاشي د شیخ ابونصر فراهي له بندره بېرته وګرځول شول

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-14 13:32:29

نږدې ۳۵ ټنه غیرمعیاري کاشي د شیخ ابونصر فراهي له بندره بېرته وګرځول شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button