KabulNewsافغانستانپښتو

د یونان کرِټ ته پر لار د کډوالو کښتۍ پېښه؛ یو تن مړ… — Pajhwok

روان خبرNewsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-14 11:37:02🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، له لیبیا څخه د یونان کرِت ټاپو ته روانې د کډوالو یوې کښتۍ ته اوبه ورننوتې او د دغه ټاپو سوېل ته په سمندري اوبو کې له ستونزې سره مخ شوې ده؛ په دې پېښه کې لږ تر لږه یو کس مړ شوی، ۲۰ نور نادرکه دي او ۵۱ کسان ژغورل شوي دي. اسوشیټېډ پرېس نن (دوشنبه) د یوناني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دغه کښتۍ له لیبیا څخه د کرِت پر لور روانه وه چې اوبه ورننوتې او د دغه ټاپو شاوخوا ۷۵ کیلومتره سوېل ته له ستونزې سره مخ شوه. د راپور له مخې، د یونان ساحلي ساتونکو نن سهار وختي ۵۱ کسان د پېښې له ځایه ژغورلي، خو باور کېږي چې ۲۰ نور لا نادرکه دي او د هغوی د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات روان دي. په راپور کې د یوه کس د مړینې او د ۲۰ نورو د نادرکه کېدو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. اسوشیټېډ پرېس لیکلي چې د ګزمې کښتۍ، یوه چورلکه، یوه بې‌پیلوټه الوتکه او یو شمېر سوداګریزې بېړۍ د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري او د اروپايي ټولنې د سرحدونو ساتنې اداره «فرونټکس» هم په دغو عملیاتو کې همکاري کوي. د راپور له مخې، د مدیترانې سمندر له ختیځې لیبیا څخه…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-09-14 11:37:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د یونان کرِټ ته پر لار د کډوالو کښتۍ پېښه؛ یو تن مړ او ۲۰ نادرکه دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-14 16:06:18

د یونان کرِټ ته پر لار د کډوالو کښتۍ پېښه؛ یو تن مړ او ۲۰ نادرکه دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button