Englishافغانستانامنیتپکتیکا

طالبان شمار تلفات حملات پاکستان را ۳۶ کشته و ۱۶۳ زخمی اعلام کردند — Etilaatroz

DevelopingSecurityپکتیکا1 SourcesUpdated: 2026-06-29 12:14:57🎙 Listen to radio

د طالبانو حکومت په یوه نوي بیان کې ویلي چې د افغانستان په ختیځو سیمو د پاکستان په تېره شپه هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ عام وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي. د طالبانو د ویاند د مرستیال، حمدالله فطرت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان جنګي الوتکو په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د خلکو استوګنیز کورونه په نښه کړي او ۳ کورونه یې په بشپړه توګه نړولي دي. د رارسېدلو معلوماتو له مخې، تر ټولو درنه مرګ‌ژوبله د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ په «مندوخېلو» کلي کې اوښتې ده. طالب چارواکي وایي په دغه کلي کې لومړی د خلکو پر یو کور برید وشو چې پکې یو سپین‌ږیری او یو ماشوم ووژل شول، خو کله چې د کلي خلک د قربانیانو د ژغورلو او مرستې لپاره راټول شول، پاکستاني الوتکو په دغه کلي دویم ځل بمباري وکړه. په دغه غبرګ برید کې ۲۸ تنه راټول شوي عام وګړي ووژل شول او ۱۵۸ نور ژوبل شول. دغه راز د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ په «ولوست» کلي کې هم پر یو کور برید شوی چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او په کونړ ولایت کې هم د یو کور د نړېدو خبر ورکړل شوی دی. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د…

Quick facts

Locationپکتیکا
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-06-29 12:14:57

Timeline

  1. Amu TV

    طالبان: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۳۶ عام وګړي وژل شوي او ۱۶۳ ټپیان دي | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-06-29 07:19:42

طالبان: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۳۶ عام وګړي وژل شوي او ۱۶۳ ټپیان دي | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button