HealthKabulافغانستاندری

د اندونیزیا د ځنګلي اورونو لوګي الوتنې اغېزمنې کړې — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-14 11:51:27🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د اندونیزیا په لوېدیځ کالیمانتان ولایت کې د ځنګلونو او ځمکو د اورونو غلیظ لوګي د لید ساحه کمه کړې او الوتنې او د خلکو ورځنی ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی. اسوشیټېډ پرېس نن (دوشنبه) راپور ورکړی چې د بورنیو ټاپو په ځینو برخو کې اورونه لا هم دوام لري او د هغو لوګي، په ځانګړي ډول په پونتیاناک ښار کې، د لید ساحه په جدي ډول راکمه کړې او د اورونو د کنټرول هڅې یې هم له ستونزو سره مخ کړې دي. د راپور له مخې، اوږدې وچې هوا او د «ال‌نینو» اقلیمي پدیدې د اورونو په پراخېدو کې مرسته کړې او لوګي یې د اندونیزیا ترڅنګ د مالیزیا او فلیپین ځینو برخو ته هم رسېدلي چې روغتیايي اندېښنې یې زیاتې کړې دي. د راپور له مخې، د روان میلادي کال له جنورۍ تر جولای پورې اورونو په اندونیزیا کې څه باندې ۲۰۲ زره هکټاره ځمکه سوځېدلې ده. د دغه هېواد چارواکو د اورونو د مهارولو عملیات پراخ کړي او یو شمېر هېوادونو هم په دې برخه کې مرسته کړې ده. تر دې مخکې د اندونیزیا دولتي خبري اژانس «انتارا» هم راپور ورکړی و چې په لوېدیځ کالیمانتان کې د اورونو لوګي د «سوپادیو» هوايي ډګر د لید ساحه کمه کړې او د لږ تر لږه لسو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-14 11:51:27

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د اندونیزیا د ځنګلي اورونو لوګي الوتنې اغېزمنې کړې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-14 16:21:08

د اندونیزیا د ځنګلي اورونو لوګي الوتنې اغېزمنې کړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button