Englishافغانستانامنیت

قطر کې د افغانستان سفارت له لوري له مېشتو افغانانو سره کلتوري غونډه… — Bakhtar

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-09-14 15:28:24🎙 Listen to radio

Summary: د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت په انګړ کې د ياد سفارت د کلتوري اتشې له لوري کلتوري غونډه ترسره شوه. یاد سفارت په خپله اکس پاڼه لیکلي، چې په دې غونډه کې په قطر کې مېشتو افغان علماوو، قومي مشرانو، محصلینو او ځوانانو ګډون کړی و. د سرچینې د معلوماتو له مخې غونډې ته افغان سفیر محمد سهیل شاهین په افغانستان کې د ثبات، امنیت، اقتصادي ودې، بیارغونې، سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ، پانګونې او له نړۍ سره د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو د پراختیا سربېره، د هېواد اصلي کلتور، تاریخ او تاریخي آبداتو پر ارزښت او ساتنې خبرې وکړې. ورته مهال ګډونوالو هم د هېواد د کلتوري ارزښتونو پر پیاوړتیا او د نوي نسل له ديني او فرهنګي مخینې سره د روزنې پر اړتیا ټینګار وکړ.

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-14 15:28:24

Timeline

  1. Bakhtar

    قطر کې د افغانستان سفارت له لوري له مېشتو افغانانو سره کلتوري غونډه ترسره شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-14 13:10:10

قطر کې د افغانستان سفارت له لوري له مېشتو افغانانو سره کلتوري غونډه ترسره شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button