EconomyEnglishافغانستان

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana… — Ariananews

DevelopingEconomy1 SourcesUpdated: 2026-09-14 15:31:59🎙 Listen to radio

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د افغانستان بیارغونه باید له کورنیو امکاناتو، کورنیو پانګونو او د افغان سوداګرو له پانګې پر ګټنې ترسره شي او هېواد باید پر بهرنیو مرستو او پروژو ولاړ نه‌وي. مجاهد ویلي؛ په تېرو لسیزو کې یو شمېر هېوادونو لکه: شوروي اتحاد او امریکا په افغانستان کې د خپلو موخو او ګټو د پلي کولو لپاره د بیارغونې او پراختیا پروژې پلې کړې دي. د نوموړي د څرګندونو له مخې، که څه هم په افغانستان کې ځینې پروژې پلې شوي؛ خو د هېواد د اړتیاوو پر پرتله کافي نه‌وې او د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال افغانستان ته د پام وړ زیانونه هم اوښتي دي. مجاهد ټینګار کړی، چې افغان سوداګر او پانګه‌وال باید د هېواد په بیارغونه او اقتصادي ودې کې بنسټیز رول ولري. هغه زیاتوي؛ اسلامي امارت هڅه کوي افغان سوداګر او پانګه‌وال په هېواد کې پانګونې ته وهڅوي، چې د بیارغونې او پراختیا بهیر د کورنیو پانګونو له لارې پر مخ یووړل شي. د مجاهد د څرګندونو له مخې، کورنۍ پانګونه د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا او ځان‌بسیاینې ته اړینه ده. هغه ویلي، چې د افغانستان اوږدمهاله پراختیا باید په پای کې د افغانانو پر خپلو هڅو، پانګې او امکاناتو ولاړه وي. متقي د اسلامي امارت له تګلارو د دفاع او له نړۍ سره د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه…

Quick facts

TopicEconomy
Sources1
Updated2026-09-14 15:31:59

Timeline

  1. Ariananews

    Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

Sources

Afghan sources

AriananewsPS
2026-09-14 10:44:03

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button