افغانستانامنیتپښتوخوست

خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۵۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده — Pajhwok

روان خبرSecurityخوست1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-15 05:25:11🎙 راډیو واورئ

خوست (پژواک، ۲۴ سنبله ۱۴۰۵): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۵۷ کلنه دښمني د قومي مشرانو، علماوو او مصلحینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده. دغه وزارت نن (سې‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي میا محمدولي صدیقي په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې ویلي چې دا په دغه ولایت کې د قومي مشرانو او مصلحینو په هڅو د روغې جوړې ۱۲۰مه بریالۍ قضیه ده. نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل چې په بېلابېلو سیمو کې د شته ستونزو او شخړو د حل لپاره خپلو هڅو ته لا پراختیا ورکړي. د مسوولینو په خبره، د دې ۵۷ کلنې دښمنۍ له امله دواړو لورو ته د درنو مالي زیانونو ترڅنګ، ګڼ اختلافات رامنځته شوي وو چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی هم و. مسوولین وايي، د قومي مشرانو، علماوو او مصلحینو په منځګړیتوب ښکېل لوري سره راټول شول او د جوړجاړي له منلو وروسته یې خپلې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښود او پر سولې او ورورولۍ یې ټینګار وکړ.

لنډ معلومات

ځایخوست
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-15 05:25:11

مهالوېش

  1. Pajhwok

    خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۵۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-15 09:53:11

خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۵۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button