DevelopmentEnglishافغانستان

د دایکنډي په اشترلي کې د نږدې ۱۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو… — Pajhwok

DevelopingDevelopment1 SourcesUpdated: 2026-09-15 06:13:30🎙 Listen to radio

نیلي (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): په دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۶ میلیونه او ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت د موټرو یوه پله جوړولو چارې پیل شوې دي. د دایکنډي د ټولګټو رییس مولوي اکرام‌الله عبدالرافع پژواک ته وویل چې دغه پل د اشترلي ولسوالۍ پر «اهنګران» سیند د ټولګټو وزارت له بودجې جوړېږي. هغه زیاته کړه چې یاد پل ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره سور لري او ټاکل شوې چارې یې په ۱۱ کاري میاشتو کې په پاخه او اساسي ډول بشپړې شي. نوموړي څرګنده کړه چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د ولایت مرکز ته د اشترلي ولسوالۍ د اوسېدونکو تګ راتګ اسانه شي.

Quick facts

TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-09-15 06:13:30

Timeline

  1. Pajhwok

    د دایکنډي په اشترلي کې د نږدې ۱۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو پل جوړېږي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-15 10:41:15

د دایکنډي په اشترلي کې د نږدې ۱۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو پل جوړېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button