Healthافغانستاندریهلمند

زابل او هلمند کې دوه ماشومان برمو ته لوېدلي؛ یو مړ، بل ژغورل… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthهلمند1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-15 12:13:21🎙 رادیو را بشنوید

کلات (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): چارواکي وایي، په زابل کې یو پنځه کلن ماشوم برمې ته له لوېدو وروسته په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی، خو په هلمند کې یو درې کلن ماشوم له شاوخوا ۳۰ متره ژورې برمې ژوندی ژغورل شوی دی. د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ذبیح الله جوهر د سه‌شنبې په ورځ پژواک ته وویل، دغه پنځه کلن ماشوم پرون دوشنبه مازدیګر د دغې ولسوالۍ د دویمې حوزې اړوند سیمه کې برمې ته لوېدلی وو. هغه زیاته کړه، چې د پېښې له خبرېدو سره سم د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدې او د شپې شاوخوا ۱۲ بجې یې ماشوم له برمې راوایست خو ماشوم اوبو کې د ډوبېدو له امله ساه ورکړې وه. د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د درېیمې حوزې اړوندن سیمه کې درې کلن ماشوم هلال احمد شاوخوا ۳۰ متره ژورې برمې ته لوېدلی وو. د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي نصیر احمد مهاجر وایي، امنیتي ځواکونه د دې پېښې له خبرېدو سره سم سیمې ته ورسېدل او ماشوم یې له برمې څخه په بریالیتوب وژغوره. د هغه په وینا، د ماشوم روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او د لا ښې درملنې لپاره سیمه‌ییز روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی. په جنوبي ولایتونو کې وخت ناوخت برمو ته د ماشومانو د لوېدو ورته پېښې رامنځته کېږي. چارواکو په…

اطلاعات کوتاه

مکانهلمند
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-15 12:13:21

خط زمانی

  1. Pajhwok

    زابل او هلمند کې دوه ماشومان برمو ته لوېدلي؛ یو مړ، بل ژغورل شوی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-15 16:42:03

زابل او هلمند کې دوه ماشومان برمو ته لوېدلي؛ یو مړ، بل ژغورل شوی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button