افغانستانامنیتجوزجاندری

جوزجان؛ په اقچې ولسوالۍ کې د غلو یو باڼد له یو شمېر وسلو… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityجوزجان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-15 15:33:45🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ کشفي او امنیتي ځواکونو د څو هدفي او ځانګړو عملیاتو په پایله کې، له یوه کور څخه د غلا په تړاو د غلو ۱۳ کسیزې وسله‌والې ډلې ټول غړي له غلا شویو سرو زرو او نغدو پیسو سره نیولي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په لومړي پړاو کې د دې ډلې ۷ غړي نیول شوي وو، چې د پرله ‌پسې څېړنو او ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې ۶ نور شریکان هم ونیول شول. سرچینې زیاته کړې، چې له نیول شویو کسانو سره درې کلاشینکوفونه، ۱۲ شاجورونه، ۲۵۲ مرمۍ، دوه تومانچې، یو موشکش، یوه روسۍ برچه، درې نظامي پرتلې، اته نظامي کورتۍ، اته ولچکونه، یو برقي چارجر او یو لاسي بم هم ترلاسه شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکو د وسله‌والو غلو د دې بانډ د نیول کېدو هرکلی کړی او د قضیې د عاملینو د مجازاتو غوښتنه یې کړې ده.

اطلاعات کوتاه

مکانجوزجان
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-15 15:33:45

خط زمانی

  1. Bakhtar

    جوزجان؛ په اقچې ولسوالۍ کې د غلو یو باڼد له یو شمېر وسلو سره ونیول شو

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-15 11:21:18

جوزجان؛ په اقچې ولسوالۍ کې د غلو یو باڼد له یو شمېر وسلو سره ونیول شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button