DevelopmentEnglishافغانستانغور

غور کې د مرکزي زندان د دویم بلاک د جوړولو چارې پیل شوې — Bakhtar

DevelopingDevelopmentغور1 SourcesUpdated: 2026-09-15 15:33:50🎙 Listen to radio

Summary: د غور ولایت د مرکزي زندان د دویم بلاک د جوړولو چارې د زندانونو چارو د سمون عمومي ادارې له پراختیايي بودجې څخه د ۱۳ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې. د غور د مرکزي زندان مدیر مولوي دین ‌محمد دین‌دوست باختر اژانس ته وویل، چې دغه بلاک به پر ۶۱۰ متره مربع ځمکه جوړ شي، چې ۱۰ خونې، شپږ حمامونه او شپږ تشنابونه به ولري.نوموړي زیاته کړې، چې د دغه بلاک د جوړولو موخه بندیانو ته د اوسېدنې مناسب چاپېریال برابرول او د هغوی لپاره د اړینو اسانتیاوو رامنځته کول دي.په همدې حال کې، د امان ایوبي ساختماني شرکت انجنیر ګل‌احمد فیض ډاډ ورکړ، چې د قرارداد او نقشې له مخې به د یاد بلاک د جوړولو چارې په ټاکلې موده کې بشپړې او اړوندې ادارې ته به یې وسپاري.

Quick facts

Locationغور
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-09-15 15:33:50

Timeline

  1. Bakhtar

    غور کې د مرکزي زندان د دویم بلاک د جوړولو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-15 10:01:29

غور کې د مرکزي زندان د دویم بلاک د جوړولو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button