د «حالوش» بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د ښځو او له ۱۸ کلونو د کم عمره ۸ ماشومانو په ګډون ۱۷ افغان پناه غوښتونکي ایران ته د رسېدو په لاره کې د سختې تندې له امله مړه شوي دي. د دغه راپور له مخې، دا زړه بوږنونکې پېښه د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په ۱۹مه د ایران د سراوان په روټک سرحدي محدوده کې په «مکسوخته» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې دغو کورنیو په لار کې اوبه ختمې کړې او له شدیدې تندې او تودوخې سره مخ شوې. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په قربانیانو کې د بغلان ولایت د یوې کورنۍ غړي هم شته دي، چې يوه ۴۵ کلنه مور او د هغې څلور لوڼې په کې شاملې دي. د حالوش سازمان له لوري په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکارېږي چې ځينې کسان په یوه ناڅرګنده سیمه کې د دغو پناه غوښتونکو لپاره قبرونه کیندي. راپور زیاتوي چې د بغلان د یادې کورنۍ خپلوانو په سراوان کې ژوند کاوه او ټاکل شوې وه د جنازې لمونځ یې د یکشنبې په ورځ ترسره شي. د یادې ادارې د راپور پر بنسټ، د دغې پېښې په نورو قربانیانو کې لږ تر لږه ۶ تنه تر ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان هم شامل دي. د قربانیانو د خپلوانو او عیني شاهدانو په وینا، دغه مهاجرین په لاره…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
حالوش : ایران کې د تندې له امله ۱۷ افغان پناه غوښتونکي مړه شوي | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
حالوش : ایران کې د تندې له امله ۱۷ افغان پناه غوښتونکي مړه شوي | آمو ټلویزیون