HealthKabulافغانستانپښتو

ننګرهار کې د ماشومانو لپاره ۵۰ بستریز روغتون جوړېږي – BBC News پښتو — Bbc

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-16 03:38:41🎙 راډیو واورئ

د طالبانو حکومت د روغتیا وزیر نور جلال جلالي د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د هغه روغتون د بنسټ ډبره کېښوده چې د جرمني د ماشومانو ټولنې د یو اعشاریه درې میلیونو ډالرو په لګښت جوړېږي. د افغانستان دولتي خبري اژانس (باختر) وايي، دا روغتون چې ۵۰ بستره دی، د خوګیاڼو ولسوالۍ په چمتله کې پر ۳۰ جریبه ځمکه ودانېږي. د روغتیا د وزیر له خولې ویل شوي، د دغه روغتون د دوه پوړیزې ودانۍ چارې به راتلونکو درې کلونو کې بشپړې او په پرمختللو وسایلو به سمبال شي. نورجلال جلالي دا هم ویلي" د هغو کورنیو لپاره به دغه سیمه کې روغتیايي خدمتونه پراخ کړي چې تازه خپل هېواد ته راستنې شوې دي." جرمني له دې وړاندې هم د افغان ماشومانو لپاره په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې روغتیايي چوپړونه ترسره کړې دي. د سولې نړیوال کلي په نوم یو جرمن بنسټ هر کال د سلګونو هغو ماشومانو درملنه کوي چې افغانستان کې یې درملنه ناشونې وي. دا روغتون بیا په یوه داسې سیمه کې جوړېږي چې لرې پرته او له ډېرو اسانیو په څنډه ده. چمتله د ننګرهار یوه ګڼ‌وګړې سیمه ده چې تېره یوه نیمه لسیزه کې لسګونه زره کورنۍ ورته ګاونډیو هېوادونو کې له کډوالۍ ستنې شوې دي. د افغانستان د روغتیا اډانه چې تر ډېره پر نړیوالو مرسته تکیه ده د مور او…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-16 03:38:41

مهالوېش

  1. Bbc

    ننګرهار کې د ماشومانو لپاره ۵۰ بستریز روغتون جوړېږي – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-09-15 15:41:27

ننګرهار کې د ماشومانو لپاره ۵۰ بستریز روغتون جوړېږي – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button