KabulPoliticsافغانستانپښتو

د امریکا استازو جرګې د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره درېیم… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-16 06:30:06🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا استازو جرګې د درېیم ځل لپاره د جګړې د واکونو پرېکړه‌لیک تصویب کړی چې موخه یې دا ده، څو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس له تایید پرته په ایران کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ور نه کړي. اسوشیټیډ پرېس راپور ورکړی چې دغه پرېکړه‌لیک نن د ۲۰۴ مخالفو رایو پر وړاندې په ۲۲۰ موافقو رایو تصویب شو؛ د جرګې ټولو ډیموکرات غړو او اوو جمهوري‌پالو ورته مثبته رایه ورکړه. د راپور له مخې، دا روان کال په ایران کې د پوځي عملیاتو د محدودولو لپاره د امریکا د استازو جرګې درېیمه هڅه ده. تر دې مخکې هم په جون او جولای میاشتو کې دوه ورته پرېکړه‌لیکونه تصویب شوي وو، خو هېڅ یو د ولسمشر تر مېزه نه دی رسېدلی. اسوشیټیډ پرېس لیکلي، که نوی پرېکړه‌لیک هم په پای کې ولسمشر ته ورسېږي، کېدای شي ټرمپ یې ویټو کړي. د استازو جرګې ډیموکرات غړي سېټ مولټن، چې دغه پرېکړه‌لیک یې مخته وړی، ویلي کانګرس باید د جګړې د دوام په اړه جدي پوښتنې مطرح کړي او د جګړه‌ییزو پرېکړو په برخه کې خپل قانوني رول ادا کړي. بلخوا، د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې جمهوري‌پال مشر برایان مست ویلي، ایران لا هم د امریکا لپاره یو ګواښ دی. هغه د ټرمپ د حکومت له روانې پوځي تګلارې ملاتړ…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-16 06:30:06

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د امریکا استازو جرګې د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره درېیم ځل رایه ورکړه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-16 10:58:21

د امریکا استازو جرګې د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره درېیم ځل رایه ورکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button