کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پر مکې مکرمې د برید هڅه غندلې او ویلي یې دي چې د دغو مقدسو اماکنو امنیت، حرمت او تقدس باید د هر ډول شخړې، تاوتریخوالي او پوځي اقداماتو له اغېزو خوندي وساتل شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې مکې مکرمې ته څېرمه د ډرون برید هڅې په اړه خپرو شوو راپورونو د دغه وزارت ژوره اندېښنه راپارولې او د حرمینو شریفینو پر لور هر ډول اقدام چې د دغو سپېڅلو اماکنو امنیت او حرمت ته ګواښ پېښوي، یو نه بښونکی جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي. یاد وزارت لیکلي، حرمین شریفین د اسلامي امت ګډ سپېڅلي او د درناوي وړ مقدسات دي؛ د دغو مقدساتو امنیت، حرمت او تقدس باید د هر ډول شخړې، تاوتریخوالي او پوځي اقداماتو له اغېزو خوندي وساتل شي. سرچینه زیاتوي، د حرمینو شریفینو پر لور هر ډول ګواښ، د مسلمانانو ژور احساسات راپاروي او د سیمې د لا زیاتې بېثباتۍ سبب ګرځي. دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف ویلي، د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواکونو د سهشنبې په ماښام د مکې سوېل ته د حوثیانو یوه بېپیلوټه الوتکه د دغه ښار ممنوعه هوايي حریم ته له ننوتو مخکې نسکوره کړې ده. د دغه ايتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي، دا…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پر مکې مکرمې د برید هڅه وغندله
Sources
Afghan sources
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پر مکې مکرمې د برید هڅه وغندله