Healthافغانستانپښتو

څو هيوادونو له طالبانو غوښتي چي پر ښځو محدودیتونه لېري کړي — Dw

روان خبرHealth1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-17 11:25:42🎙 راډیو واورئ

تیره میاشت په افغانستان کي واک ته دطالبانو د بیا راستنیدو پنځه کاله پوره سول. په دې موده کي، دغي ادارې پر افغانانو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو یو لړ محدودیتونه لګولي دي؛ هغه تګلاره چي ملګرو ملتونو ورته د «سابندۍ محدودیتونو» اصطلاح کارولې ده. د ملګرو ملتونو د علمي او ​​کلتور سازمان (یونسکو) د شمېرو له مخي، په دې موده کي نږدې ۲،۴ میلیونه نجوني او ځواني ښځي له ثانوي زده کړو څخه بې برخي سوي دي. د چهارشنبې په ورځ، ۴۳ هيوادونو چي د اروپا د ډېرو هيوادونو ترڅنګ لایبریا، متحده عربي امارات، مکسیکو او جاپان هم پکې شامل ول، د یوې اعلامیې په لاسلیک کولو سره له طالبانو وغوښتل چي سمدستي دا بندیزونه او محدودیتونه لیرې کړي. په ملګرو ملتونو کي د فرانسې استازي ژروم بانفو، د هغو ۴۳ هيوادونو په استازیتوب چي یاده اعلاميه یې لاسلیک کړې، وویل: «د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسي طالبانو د جنسیت پر بنسټ د جلاوالي تګلاره پلې کړې چي له مخې یې ښځې او نجونې په عملي توګه له عامه ژوند څخه ایستل سوې او زده کړو، روغتیايي خدماتو او کار ته د هغوی لاسرسی سخت محدود سوی دی.» په ملګرو ملتونو کي د فرانسې استازي زیاته کړه: «موږ د طالبانو له خوا د جنسیت پر بنسټ دوامداره او سیستماتیک تبعیض په کلکه غندو.» هغې چي د…

لنډ معلومات

موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-17 11:25:42

مهالوېش

  1. Dw

    څو هيوادونو له طالبانو غوښتي چي پر ښځو محدودیتونه لېري کړي

سرچینې

External sources

DwPS
2026-09-17 11:24:05

څو هيوادونو له طالبانو غوښتي چي پر ښځو محدودیتونه لېري کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button