د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې د سپټمبر تر ۱۲مې پورې له ایران نه تر ۵۲۲زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې له دې ډلې ۴۳۹زره کډوال په جبري توګه ستانه کړای شوي دي. په پاکستان کې یوه خبریال طاهر خان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي: «پاکستان د طب هغو اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړې چې د ویزو له ختمېدو وروسته اېستل شوي وو». هغه په پاکستان کې د طب پوهنځي افغان محصل ډاکټر نصیبالله کاکړ له قوله زیاته کړې: «زه او ۷ نور محصلین په یو کلنو د زدهکړې ویزو پر ترلاسه کولو بریالي شوي یو». په ورته وخت کې، په پاکستان کې یوه افغان محصل چې نه غواړي نوم یې یاد شي، له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې په بهاولپور کې د قاید اعظم میډیکل کالج ۷ افغان محصلین چې د پاکستان پولیسو لهخوا افغانستان ته استول شوي وو، د نویو ویزو له ترلاسه کولو وروسته بېرته خپلو درسونو ته راغلي دي. نوموړي ویلي: «په بهاولپور کې د قاید اعظم میډیکل کالج ۷ محصلین چې د پاکستان پولیسو ډېپورټ کړي وو، بېرته ورته نوې ویزې ورکړل شوي». دغه محصل وايي، د لاهور محکمې افغان محصلینو ته تر جمعې ورځې وخت ورکړی وو او په وینا یې، په…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
روان کال؛ له ایران نه تر ۵۲۲زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي
سرچینې
Afghan sources
روان کال؛ له ایران نه تر ۵۲۲زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي