HealthKabulافغانستانپښتو

لوګر کې د یوې کورنۍ څلور غړي مسموم شوي؛ یوې ښځې ژوند له… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-19 09:32:03🎙 راډیو واورئ

پل‌علم (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۵): د لوګر سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دغه ولايت په مرکز پل‌علم ښار کې د یوې‌ کورنۍ څلور غړي مسموم شوي له امله يې یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی دی. د لوګر د والي ویاند مولوي میرویس ابدالي پژواک ته وویل چې یاده پېښه تېره شپه د مرکز پل‌علم ښار د کډوالو ښارګوټي کې شوې ده. هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي مسموم شوي چې له ډلې يې يوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او پاتې درې نور چې روغتيايي حالت يې نازک و، د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي. د ابدالي په خبره چې تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی څرګند شوی او امنیتي ځواکونو د موضوع په اړه پلټنې پیل کړې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-19 09:32:03

مهالوېش

  1. Pajhwok

    لوګر کې د یوې کورنۍ څلور غړي مسموم شوي؛ یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-19 14:00:56

لوګر کې د یوې کورنۍ څلور غړي مسموم شوي؛ یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button