DiplomacyEnglishKabulافغانستان

خطاطي د ایران او افغانستان د ګډ فرهنګي میراث برخه ده

DevelopingDiplomacyKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-20 09:28:54🎙 Listen to radio

زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ، په افغانستان کې د ایران سفارت فرهنګي مسوول وايي، خطاطي د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ فرهنګي میراث یوه برخه ده او د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابرولی شي. سیدروح‌الله حسيني دا څرګندونې په کابل کې د خوشنویسۍ په لومړنۍ ناستې کې کړې دي. په دغې غونډې کې چې د ایران سفارت د فرهنګي استازولۍ له لوري جوړه شوې وه، د خطاطۍ یو شمېر استادانو، هنرمندانو، فرهنګي شخصیتونو او د دې هنر مینه والو ګډون کړی و حسيني وویل، خطاطي یوازې یو هنري اثر نه دی، بلکې له کلمې، معنا او ښکلا سره تړلی هنر دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې له قرآن کریم، ادب، عرفان او اسلامي فرهنګ سره ژورې اړیکې لرلې دي. نوموړي افغانستان د اسلامي تمدن او فرهنګ په تاریخ کې مهم ځای وباله او ویې ویل، هرات، بلخ، غزني او کابل په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې د علم، ادب، هنر او خوشنویسۍ له مهمو مرکزونو څخه وو. د نوموړي په وینا، د دواړو هېوادونو ګډ تاریخي، ادبي او دیني شالید کولای شي د هنرمندانو ترمنځ د متقابلې پېژندنې او فرهنګي همکاریو زمینه برابره کړي. د ایران فرهنګي مسوول په افغانستان کې د خطاطۍ د استادانو، مخکښو هنرمندانو او ځوانو استعدادونو پر ملاتړ هم ټینګار وکړ او ویې ویل، د دې ظرفیتونو پېژندنه او…

Quick facts

LocationKabul
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-09-20 09:28:54

Timeline

  1. Parstoday

    خطاطي د ایران او افغانستان د ګډ فرهنګي میراث برخه ده

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-20 09:19:10

خطاطي د ایران او افغانستان د ګډ فرهنګي میراث برخه ده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button