افغانستانامنیتبلخدری

د خپرونو چارو معین په بلخ کې له خبریالانو سره وکتل — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-21 04:13:14🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین مهاجر فراهي د بلخ ولایت له یو شمېر خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره په لیدنه کې د رسنیو د فعالیتونو، ستونزو او وړاندیزونو په اړه خبرې وکړې. په جوړه شوې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین حیات‌الله مهاجر فراهي وویل چې دغه وزارت د هېواد د ټولو رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او د خبریالانو د مطرح شویو ستونزو او وړاندیزونو د حل لپاره به لازمې هڅې وکړي.نوموړي له رسنیو له مسوولینو او خبریالانو وغوښتل، چې د هېواد د ملي ګټو، اسلامي او فرهنګي ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپل رسنیز فعالیتونه ترسره کړي.ورته مهال د بلخ خبریالانو ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې په دغه ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې د پام وړ ستونزه نه ده رامنځته شوې او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له دوی سره همکاري کوي.دوی زیاته کړې، چې د بلخ خبریالان د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپلو رسنیزو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-21 04:13:14

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د خپرونو چارو معین په بلخ کې له خبریالانو سره وکتل

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-21 04:03:31

د خپرونو چارو معین په بلخ کې له خبریالانو سره وکتل

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button