EnglishNewsافغانستانلوګر

لوګر کې یوې مدرسې ته ودانۍ جوړه شوه — Bakhtar

DevelopingNewsلوګر1 SourcesUpdated: 2026-09-21 16:27:07🎙 Listen to radio

Summary: د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت نعمانیه په نوم یوې مدرسې ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ولایت د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول شاه پور عرب باختر اژانس ته ویلي، چې دغه مدرسه د سیمې اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت پر دوه جریبه ځمکه جوړه شوې ده.نوموړی وایي، چې دغه مدرسه اداري او درسي خونې د څښاک اوبو منظم سیستم احاطوي دېوال او نورې اړینې اسانتیاوې لري.د یادونې وړ ده، چې په یاده مدرسه کې ۱۲۰ زده کوونکو لپاره د زده کړو مناسب چاپیریال برابره شوې ده.

Quick facts

Locationلوګر
TopicNews
Sources1
Updated2026-09-21 16:27:07

Timeline

  1. Bakhtar

    لوګر کې یوې مدرسې ته ودانۍ جوړه شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-21 11:38:59

لوګر کې یوې مدرسې ته ودانۍ جوړه شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button