EnglishPoliticsافغانستانلوګر

لوګر کې د بار وړونکو موټرو لپاره معیاري تم‌ځای جوړېږي — Bakhtar

DevelopingPoliticsلوګر1 SourcesUpdated: 2026-06-30 11:59:43🎙 Listen to radio

Summary: د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار اړوند ویدخ سیمه کې د بار وړونکو موټرو لپاره د یوه معیاري تم‌ځای د جوړوېدو چارې پیل شوې دي. ځايي مسوولینو ویلي، دغه پروژه د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۲۰۰ جریبه ځمکه پلې کېږي.د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالواحد مدقق ویلي چې تر دې دمه د دې تم‌ځای عملي چارې ۱۰ سلنه بشپړې شوي او له دې بهیر څخه څارنه روانه ده.د نوموړي په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د بار وړونکو موټرو تنظیم لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د لوګر – پکتیا پر لویه لاره به ګڼه‌ګوڼه را کمه شي.د یادونې وړ ده، چې د افغان مسوولینو له لوري د ښاري نظم او د ترانسپورټي چارو د لا ښه مدیریت په موخه هڅې چټکې شوي چې عام خلک یې د یوه با مسوولیته حکومت له کړنو بولي.

Quick facts

Locationلوګر
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-06-30 11:59:43

Timeline

  1. Bakhtar

    لوګر کې د بار وړونکو موټرو لپاره معیاري تم‌ځای جوړېږي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-06-30 07:21:23

لوګر کې د بار وړونکو موټرو لپاره معیاري تم‌ځای جوړېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button