EnglishKabulافغانستانامنیت

لینډسي: برېتانیا له افغانستان سره خپلې همکارۍ اقتصادي برخې ته اړوي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-22 05:27:03🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان په چارو کې د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په انلاین خبرو کې ویلي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې همکارۍ په تدریجي ډول له بشري، اقتصادي برخې ته واړوي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تېره دوشنبه (۳۰ وږی) د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا او له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل په اړه د افغانستان په چارو کې د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره انلاین خبرې کړې دي. سرچینې لیکلي چې عزیزي په دې خبرو کې د حکومت د تېرو پنځو کلونو د لاسته‌راوړنو په اړه معلومات ورکړي چې د صادراتو او سړي‌سر عوایدو زیاتوالی، د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې مبارزه، د روږدو درملنه، د معلولیت‌لرونکو کسانو ملاتړ او د سوالګرو وضعیت ته رسېدنه په کې شامل دي. سرچینې زیاته کړې چې عزیزي په دې لیدنه کې له نړۍوالې ټولنې سره د متقابل درناوي پر بنسټ د رغنده تعامل پر دوام ټینګار کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې ریچارډ لینډسي له نړۍ سره د رغنده تعامل برخه کې د افغانستان د دریځ هرکلی کړی، له افغانستان سره د برېتانیا د بشري مرستو په اړه یې معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-22 05:27:03

Timeline

  1. Pajhwok

    لینډسي: برېتانیا له افغانستان سره خپلې همکارۍ اقتصادي برخې ته اړوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-22 09:54:08

لینډسي: برېتانیا له افغانستان سره خپلې همکارۍ اقتصادي برخې ته اړوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button