که څه هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مي غونډي اصلي تمرکز پر سختو نړیوالو بحرانونو، لکه په اوکراین کې جګړه او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د راتلونکي په څېر مسلو باندي دی، خو ترڅنګ یې په افغانستان کي د وضعیت په اړه هم غونډي ترسره سوې. د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ترڅنګ، د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلي له خوا په جوړه سوې غونډه کي، د افغانستان پر حساس وضعیت او د هغه پر وړاندي د نړیوال غبرګون د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث وسو. د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي اسماعیل ولد شیخ احمد، په دې غونډه کي د افغانانو د ملاتړ په برخه کي د یاد سازمان پر ژمنتیا بیا ټینګار وکړ او په سمه توګه یې د طالبانو ادارې له چارواکو سره د عملي تعامل او همکارۍ پر تګلارې ټینګار وکړ. هغه ویلي دي چي دا همکاري به په داسې بڼه ترسره سي چي «افغانانو ته ګټه ورسوي او د بشردوستانه فعالیتونو د دوام ډاډ ورکړي.» هغه دا هم ویلي دي چي د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کي د خپل دفتر له لاري د نجونو د زده کړې، روغتیا او ټولنیز پیوستون په برخو کي هڅي کوي. د پاکستان د لومړي وزير مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، هم په نیویارک کي د اسلامي همکاریو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Dw
پاکستان په افغانستان کي د «ترهګرو ډلو پر شتون» اندېښنه لري