Summary: د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په زنجان سیمه کې د نجونو لومړني ښوونځي ته د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ولایت د پوهنې ریاست مالي او اداري امر مولوي صدرالدین ادیب فاروقي په یاده موخه جوړو شویو مراسمو کې زدهکړې د ټولنې له اساسي اړتیاوو څخه وبللې او ویې ویل، چې د مناسب ښوونیز چاپېریال برابرول د راتلونکي نسل د علمي او روزنیزې ودې لپاره زمینه برابروي. هغه وویل، چې د یاد ښوونځي په ودانۍ کې شپږ درسي ټولګي، دوه خونې، یوه اداري خونه، تحویلخونه، شپږ تشنابونه او احاطوي دېوال شامل دي، چې په جوړېدو سره یې زدهکوونکو ته د زدهکړې مناسب چاپېریال برابر شوی دی. نوموړي همداراز د ښوونیزو فرصتونو پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او د ځوان نسل د زدهکړې او روزنې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. په مراسمو کې علماوو هم د علم د فضیلت او د زدهکړې پر ارزښت خبرې وکړې.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
په سرپل کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړ شوه
سرچینې
Afghan sources
په سرپل کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړ شوه