کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۵): د افغان ابدالیانو کرکټ لوبډلې په شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالیو کې په خپله لومړۍ شلاوریزه لوبه کې د جاپان ملي لوبډلې ته د ۴۸ منډو په توپیر ماته ورکړه. د نننۍ لوبې پچه د جاپان لوبډلې وګټله او لومړی یې د افغان ابدالیان لوبډلې پر وړاندې د توپاچونې پرېکړه وکړه. په دې لوبه کې د افغان ابدالیان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې وکړې. د افغانستان له لوري په توپوهنه کې محمداکرم ۳۴، دروېش رسولي ۲۹، محمداسحاق ۲۵ او کریم جنت ۲۱ منډې وکړې. د جاپان ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په شلم اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۸۱ منډې وکړې او په ۴۸ منډو یې افغانستان ته لوبه وبایله. د افغانستان له لوري عربګل څلور، ننګیال خروټي درې او عبدالله احمدزي د جاپان دوه لوبغاړي وسوځول. دغهراز، شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا د ۴۵ هېوادونو ترمنځ په ۴۱ ورزشي رشتو کې د سپټمبر له ۱۹مې د جاپان په ایچي-ناګویا ښار کې پیل شوې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې په شلاوریزه لوبه کې جاپان ته ماته ورکړه
سرچینې
Afghan sources
افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې په شلاوریزه لوبه کې جاپان ته ماته ورکړه