زمونږ خبریال راپور راکړی په تېره یوه میاشت کې له اوو زرو ډېر راستانه شوي زدهکوونکي په ننګرهار ولایت کې ښوونځیو ته ورپېژندل شوي دي. د تورخم په «عمري» لنډمهاله مېشتغالي کې د معارف ادارې استازي وایي هره ورځ په اوسط ډول له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې په شرایطو برابر زدهکوونکي هېواد ته راستنېږي. د تورخم په عمري لنډمهاله مېشتغالي کې راستنو شویو کډوالو ته پر نورو کاري کمېټو سربېره د معارف او جوماتونو کمېټه هم په خپله برخه کې چوپړتیاوې ترسره کوي. د همدې کمېټې یو استازی «مدیر خان ګلابزی» وایي په تېره یوه میاشت کې له اووه زره او دوه سوه ډېر د ښوونځي او مدرسې په شرایطو برابر زدهکوونکي له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راستانه شوي دي. هغه وایي، دغه زدهکوونکي دلته تر ثبت او راجسټر وروسته په خپلو سیمو کې اړوندو ښوونځیو او دیني مدرسو ته ورپېژندل شوي او زدهکړې یې پیل کړې دي. مدیر خان ګلابزی وایي د دوی د ورځنیو چارو اسناد او مدارک ښيي چې هره ورځ په اوسط ډول له دوو تر درېیو سوو پورې د ښوونځي په شرایطو برابر هلکان او نجونې د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي او دوی یې د اړوندو مراحلو تر بشپړولو وروسته اړوندو ښوونځیو ته ورپېژني. له پاکستانه راستون شوی افغان کډوال «سید اکبر هاشمي» وایي هېواد ته په راستنېدو خوشحاله دی. هغه وایي د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
ننګرهار ولایت کې له اوو زرو زیات زده کوونکي ښوونځیو ته ورپيژندل شوي
منابع
External sources
ننګرهار ولایت کې له اوو زرو زیات زده کوونکي ښوونځیو ته ورپيژندل شوي