DiplomacyEnglishافغانستانننګرهار

ننګرهار ولایت کې له اوو زرو زیات زده کوونکي ښوونځیو ته ورپيژندل شوي

DevelopingDiplomacyننګرهار1 SourcesUpdated: 2026-09-24 06:42:33🎙 Listen to radio

زمونږ خبریال راپور راکړی په تېره یوه میاشت کې له اوو زرو ډېر راستانه شوي زده‌کوونکي په ننګرهار ولایت کې ښوونځیو ته ورپېژندل شوي دي. د تورخم په «عمري» لنډمهاله مېشت‌غالي کې د معارف ادارې استازي وایي هره ورځ په اوسط ډول له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې په شرایطو برابر زده‌کوونکي هېواد ته راستنېږي. د تورخم په عمري لنډمهاله مېشت‌غالي کې راستنو شویو کډوالو ته پر نورو کاري کمېټو سربېره د معارف او جوماتونو کمېټه هم په خپله برخه کې چوپړتیاوې ترسره کوي. د همدې کمېټې یو استازی «مدیر خان ګلابزی» وایي په تېره یوه میاشت کې له اووه زره او دوه سوه ډېر د ښوونځي او مدرسې په شرایطو برابر زده‌کوونکي له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راستانه شوي دي. هغه وایي، دغه زده‌کوونکي دلته تر ثبت او راجسټر وروسته په خپلو سیمو کې اړوندو ښوونځیو او دیني مدرسو ته ورپېژندل شوي او زده‌کړې یې پیل کړې دي. مدیر خان ګلابزی وایي د دوی د ورځنیو چارو اسناد او مدارک ښيي چې هره ورځ په اوسط ډول له دوو تر درېیو سوو پورې د ښوونځي په شرایطو برابر هلکان او نجونې د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي او دوی یې د اړوندو مراحلو تر بشپړولو وروسته اړوندو ښوونځیو ته ورپېژني. له پاکستانه راستون شوی افغان کډوال «سید اکبر هاشمي» وایي هېواد ته په راستنېدو خوشحاله دی. هغه وایي د…

Quick facts

Locationننګرهار
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-09-24 06:42:33

Timeline

  1. Parstoday

    ننګرهار ولایت کې له اوو زرو زیات زده کوونکي ښوونځیو ته ورپيژندل شوي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-24 06:30:07

ننګرهار ولایت کې له اوو زرو زیات زده کوونکي ښوونځیو ته ورپيژندل شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button