Summary: له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې د لوی رئیس ملا نورالدین ترابي په لارښوونه د یادې ادارې او د ډاکار، CWSA او اغاخان بنسټ د انجنیرانو په ګډون یو تخنیکي ټیم د کابل ښار د چهلستون منار د غره د وضعیت او د غره په لمنه کې د مېشتو کورونو او کورنیو د ګواښ کچې د ارزونې په موخه سیمې ته استول شوی د يادې سيمې وضعيت يې ارزولی دی. دغې ادارې په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د چهلستون منار غره یوه برخه د ډبرو د غیرمعیاري استخراج له امله ښویېدلې او د غره په لمنه کې یې له ۳۰۰ څخه زیات کورونه له ګواښ سره مخ کړي دي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د دې ارزونې موخه د خطر د کمولو، له ګواښ سره د مخ کورونو د خوندي کولو او د اړتیا په صورت کې خوندي ځایونو ته له خطر سره مخ کورنیو د لېږد لپاره د عملي لارو چارو موندل بلل شوي دي. د سرچينې په وينا ټاکل شوې، چې د دغو تخنیکي ارزونو پایلې د خطر د کمولو او د احتمالي مرګ ژوبلې او زیانونو د مخنیوي په موخه د راتلونکو اقداماتو په اړه د پرېکړې لپاره وکارول شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې تخنيکي ټيم د چهلستون منار د غره او له ګواښ سره مخ کورونو وضعیت وڅېړه
منابع
Afghan sources
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې تخنيکي ټيم د چهلستون منار د غره او له ګواښ سره مخ کورونو وضعیت وڅېړه