EconomyKabulافغانستاندری

رپورټ/ د لوګر په صنعتي ښارګوټي کې د شاوخوا پنځوسو تولیدي فابریکو د جوړولو چارې پیل شوې دي

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-26 05:52:15🎙 رادیو را بشنوید

ځایي چارواکي وایي، په نږدې راتلونکې کې به د نورو تولیدي فابریکو د جوړولو زیربنایي چارې هم پیل شي. د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس، مولوي شبیر احمد صدیقي، وایي، د دې ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه صنعتي ښارګوټي ته ځانګړې شوې ده، چې ۵۰۰ جریبه یې تر اوسه د اتیاوو څخه زیاتو تولیدي فابریکو او شرکتونو خاوندانو ته وېشل شوې ده. دمګړۍ په دې صنعتي ښارګوټي کې د پنځوسو تولیدي فابریکو د جوړولو چارې روانې دي. د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس، شبیر احمد صدیقي، په وینا، یو شمېر فابریکو خپلې رغنیزې چارې پای ته رسولې او تولیدات یې هم پیل کړي دي. دهغه پر وینا ددې فابریکو درغاونیزو چارو په بشپړیدو او فعالیت پېل سره به زرګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره او دغه راز به د کورنیو تولیداتو له درکه دهیواد اقتصاد دځان بسیاینې پر لور یو بل مهم ګام پورته کړي. هلمندی پانګه‌وال انجینر اسلام علي ارشاد، چې په همدې صنعتي ښارګوټي کې یې د درملو جوړولو کارخونه جوړه کړې، وایي، د لوګر صنعتي ښارګوټی د ټولو اړینو اسانتیاوو او معیارونو لرونکی دی. د هغه په وینا، د دې ښارګوټي یوه ځانګړنه دا ده چې پلازمېنې کابل ته په نږدې واټن کې دی او تولیدونکي کولای شي خپل تولیدات په اسانۍ سره د پلور بازارونو ته ورسوي….

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-26 05:52:15

خط زمانی

  1. Parstoday

    رپورټ/ د لوګر په صنعتي ښارګوټي کې د شاوخوا پنځوسو تولیدي فابریکو د جوړولو چارې پیل شوې دي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-09-26 05:42:54

رپورټ/ د لوګر په صنعتي ښارګوټي کې د شاوخوا پنځوسو تولیدي فابریکو د جوړولو چارې پیل شوې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button